کندوز کې ځینې کورنۍ څو ځله بې کوره شوي دي
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو په تړاو اندیښنه ښودلې چې ژوند یې له کړاونو سره مخ دی. بې کاري، د ماشومانو نالوسته پاتې کېدل او بې کوري یې د سر ستونزې دي. زرګونه کورنۍ هره ورځ له هغو سیمو کډه کېږي چې د جګړې څپه ورته رسېږي.
زموږ همکار سید عبدالله نظامي چې کندوز ته ورغلی و وايي هره ورځ د دغه ولایت له بېلو بېلو سیمو لسګونه کورنۍ خوندي سیمو ته کډه کېږي.