د عکسونو البوم: هرات کې د کورنيو تولیداتو دریم نندارتون

په هرات کې د کورنيو تولیداتو دریم نندارتون او اقتصادي کنفرانس نن پرانیستل شو، د بي بي سي همکار محمد قاضي زاده یې دا انځورونه اخیستي دي.

ر
د عکس تشریح، د هرات او نورو ولایتونو پانګوالو خپل تولیدات په ۱۲ ټپریو یا غرفو کې نندارې ته اېښي دي.
ر
د عکس تشریح، په دې نندارتون کې افغانستان جوړ توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
ر
د عکس تشریح، افغانستان جوړ ټپټپی یا موټر سیکل.
ر
د عکس تشریح، د خوږو یا چکلېټو ډولونه، چې افغانانو جوړ کړي دي.
ر
د عکس تشریح، دا هم د افغانانو په لاس جوړه ریکشه.
ر
د عکس تشریح، هر چا خپل تولید نندارې ته وړاندې کړی دی.
ر
د عکس تشریح، د مېرمنو لپاره جامې.
ر
د عکس تشریح، یوازې د هرات پانګه وال نه دي پکې راټول شوي. له نورو ولایتونو هم دلته د پيرودونکو د موندلو هڅه کیږی: