تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حکمتيار پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يو ځای شي
د اسلامی حزب مشر ګلبدين حکمتيار پر طالبانو غږ کړی چې د سولې پر بهير سره ورګډ شي، او په وينا یې بې معنا او ناسپېڅلې جګړه ودروي.
نوموړي دا خبرې د لغمان مرکز مهترلام کې د سياستوالو او خپلو پلويانو يوې غونډې ته کولې، چې له افغان حکومت سره یې د سولې تړون له لاسليک راهيسې لومړۍ ښکاره وينا بلل کېږي.
لغمان کې له وينا وروسته ښاغلی حکمتيار جلال اباد ته تللی او هلته يې هم له ځايي چارواکو سره کتلي دي. سيد عبد الله نظامي يې نور حال راکوي.