بامیان کې د مور او ماشوم عصري روغتون پرانیستل شو
د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې د ولایتي روغتون نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
د دې روغتون په جوړولو شاوخوا ۲۳ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې پیسې یې کاناډا، فرانسې او د اغا خان بنسټ ورکړي.
زموږ همکار ارشاد هنر یار چې بامیانو ته ورغلی وایي چارواکي د دې روغتون د جوړېدو اصلي موخه د مور او ماشوم د مړینې کچې راټیټول یادوي.