"د اسلامي حزب هغه ۴۶ بندیان چې ملي امنیت ګواښوي نه خوشې کېږي"
افغان حکومت ویلي د اسلامي حزب له نژدې شپږو زرو زندانیانو به یې ۴۶ له بنده نه ازادوي.
د هغو اسنادو پر بنسټ چې بي بي سي پښتو ټلویزیون موندلي، دا هغه کسان دي چې د چارواکو په وینا له نورو ترهګرو ډلو طالبان، القاعدې او حقاني شبکې سره اړیکي لري.
حکومت د دغو کسانو ازادول د هېواد د ملي امنیت په وړاندې ګواښ بولي. له اسلامي حزب سره د هوکړه لیک له مخې به افغان حکومت د دې ګوند زندانیان په درو پړاونو کې له بنده خوشې کړي.
اریا احمدزۍ رپوټ ورکوي.