تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اچين کې د امریکا د زورور بم مرګ ژوبله
افغانستان کې چارواکي اوس وايي د هغه زورور بم چاودنه کې چې امريکا د ننګرهار اچين کې غورځولی، د داعش لږترلږه ۹۰ اورپکي يې وژلي دي. داعش بيا دا خبره رد کړې چې دې بريد کې دې دوی ته څه مرګ ژوبله وراوښتې وي.
د افغانستان پخواني ولسشمر حامد کرزي نن په یوه خبري کنفرانس کې ولسشمر اشرف غني په "خیانت" تورن کړی او ویلي یې دي چې دی باید د "شرم احساس" وکړي چې د دغه ډول بمي برید دفاع کوي.
اریا احمدزۍ له کابله نور معلومات وړاندې کوي.