تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امريکا تر ټولو ځواکمن هوايي بريد
د "بمونو مور" بېګاني بريد په اړه افغان چارواکي وايي د داعش يوه قوماندان په ګډون یې لږترلږه ۳۶ اورپکي وژلي دي.
دغه بم چې امريکايي ځواکونو د ننګرهار اچين کې د داعش پر پټنځايونو غورځولی تر ټولو ځواکمن نااتومي بلل شوی، چې لومړی ځل يې امريکايي ځواکونه کومه جګړه کې کاروي.
د افغان ولسمشر ویاند ويلي دا هوايي ګوزار د اورپکو د ګواښ او خطر کچې کمولو او د خپلو امنيتي ځواکونو د ژغورلو لپاره ښه غوراوی و، او د دوی پيغام دا دی چې افغانستان به يې په وينا د ترهګرو پټنځای نه وي.
په اچین کې ځايي خبریالان وايي، لا هم هغه ځای ته چې تېره شپه پرې بم غورځول شوی، افغان او یا هم بهرني ځواکونه نه دي ورسېدلي.