تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان چارواکي وايي په پوځ کې د ښځو ونډه ۱۰ سلنو ته لوړه کړي
د افغانستان په پوځ کې څه باندې ۱۵۰۰ ښځې کار کوي. دا شمېر له هغه ډېر کم دی چې افغان حکومت غوښت. په کابل کې د ملالۍ پوځي ښوونځي چارواکي وايي، راتلونکی روزنیز پروګرام ته د پخوا پرتله ته څه باندې دوه برابره ښځو نومونه لیکلي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي غواړي په اردو کې د ښځو ونډه لسو فیصدو ته لوړه کړي. ملائکه احمدزۍ په کابل کې د ملالۍ پوځي ښوونځي ته ورغلې او دا رپوټ یې را لېږلی دی.