تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې روغتيايي سيستم
د شمېرو له مخې په افغانستان کې هر کس ته د روغتیايي خدمتونو رسولو لپاره د کال یوازې شپږ ډالره ځانګړي شوي دي.
په لرو پرتو سیمو کې اوسېدونکي شکایت کوي چې لومړني روغتیايي خدمتونه لکه ډاکتر، کلینیک، روغتون نه لري او په ښارونه کې پر حکومتي روغتونونو فشار ډېر وي.
حکومت وايي په روان کال کې به پر روغتیايي برخه پیسې ولګوي خو ځینې نیوکه کوي چې د ګڼو نړیوالو ادارو او میلیونونو ډالرو له مرستې سره سره لا هم ولې حالت داسې دی؟