تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کار ګومارنې نوی پروګرام
افغان چارواکي وايي د حکومت بېلا بېلو برخو کې يې زرګونه دندې تشې دي او دوی یې ډکولو لپاره وړ کسانو ته اړتيا لري.
دا خبره په داسې وخت کې کېږي چې ګڼ شمېر افغان ځوانان بیا له بېکارۍ او د دندو او کار له نشتوالي شکايت کوي.
ډېر يې پر دې باور دي، چې حکومت کې دندو ته رسېدنه يا د پېژندګلوۍ او يا هم د پيسو بدل کې کېږي.
خو اوس افغان حکومت د هڅونې په نامه يوه نوې کړکۍ پرانیستې چې موخه يې پر حکومتي دندو د ځوانو کارپوهانو ګومارل دي.