تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دروازو په تړلو پاکستان افغان سوداګرو ته څومره زیان اړولی؟
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال ویلي که په راتلونکو دوو ورځو کې د ډیورنډ پر کرښه د تګ را تګ دروازه پرا نه نیستل شي، نو په پاکستان کې ایسار افغانان به په الوتکه کې وطن ته ستانه کړي.
پاکستان ته لارې څه باندې دوې اوونۍ وړاندې وتړل شوې. په سپین بولدک او تورخم کې دواړو غاړو ته لسګونه لارۍ ایسارې دي. سوداګر وايي زیان ور رسېدلی دی.
پر همدې سید عبدالله نظامي په کابل کې د افغان سوداګرۍ خونې له مرستیال خانجان الکوزي سره مرکه کړې او پوښتلی یې دی چې د افغان غاړې تاوان څومره ډېر دی؟