تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هنګري یو کلی، چې مسلمانانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي
نه کوم مسلمان او نه هم کوم همجنسی، يوه نادوده لار چې هنګري کې يو کلی هيله لري نور استوګن پرې ورجلب کړي...
اشوتالوم د هنګري جنوب کې يو کلی دی، چې تر اوسه به يې ښايي چا نوم هم نه وي اورېدلی. د وګړو شمېر يې په کمېدو دی، خو د خلکو هيله يې دا ده هغه سپين پوستي مسيحي اروپايان، چې ګڼ کلتوري ټولنو کې یې ژوند نه خوښېږي، د دوی کلي ته یې ورتلو ته وهڅوي. د دغه کلي مشر له وړاندې پر اسلامي جامو او ښکاره ځايونو کې د همجنسيانو پر ښکلولو بنديز لګولی دی.