تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د واورو له امله د ډېری ولايتونو لارې له مرکز سره تړل شوې دي
د افغان چارواکو په وينا د افغانستان په ځینو سیمو کې له دوو نه تر دریو مترو پورې واوره شوې او د دې احتمال هم ډېر دی چې واورې وښوېږي.
له طبعي پېښو سره د مبارزې وزیر ویس برمک مو پوښتل چې د تېرو کلونو تجربو ته په کتو سږکال په ژمې د وارو ښویدونو لپاره د دوی چمتوالی څه و؟
نوموړي وويل تر هغه چې لارې خلاصېږي خلک دې د خپلو کليو او ولسواليو په کچه تدبيرونه ونيسي.
د ښاغلي برمک په وینا د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د وروستيو ورښتونو له کبله د ولایتونو زیاترو مرکزونو ته د یو شمېر ولسوالیو غځېدلې لارې هم بندې دي.