په هرات کې د کاشۍ جوړولو کارځی له کاره لويږي

دا کارځی له اته سوه کاله فعالیت وروسته اوس ستړی او پیکه شوی ښکاري. انځورونه زموږ همکار محمد قاضي زاده را لېږلي.

ر
د عکس تشریح، د غوریانو او تیموریانو د سبکونو کاشۍ په دې عکس کې لیدل کیږي. غوري کاشۍ ژور او تیموري بیا زینتي دي.
ر
د عکس تشریح، د کاشۍ تولید په هرات کې نږدې اته سوه کاله مخینه لري خو اوس دا صنعت پیکه شوی.
ر
د عکس تشریح، ځايي چارواکي وایي، اوس د پخوا تولید شویو کاشیو له پاتې شونو کار اخیستل کېږي.
ذ
د عکس تشریح، د هرات د کاشۍ څرنګوالی د سیمې په کچه شهرت لري.
ظ
د عکس تشریح، د هرات د لرغونو ودانیو ځينې مهمې کاشۍ په جګړو کی یا د طبیعي پيښو له امله ویجاړې شوې دي.
ظ
د عکس تشریح، د هرات د کاشۍ جوړونې د معرق کارۍ څانګه هم له فعالیته لوېدلې.
ر
د عکس تشریح، د تیموري دورې کاشۍ ډيرې رنګینې دي. د غوریانو د واکمنۍ پر مهال تر ډیره لاجوردي او فیروزه یي کاشۍ رواج وې.
ر
د عکس تشریح، د تیموریانو د واکمنۍ پر مهال ژېړې، سپینې او تورې کاشۍ هم رواج شوې.
ر
د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشر ژمنه کړې وه چې د کاشۍ جوړونې کارځی به په هرات کې پراختیا مومي.
ر
د عکس تشریح، پخوا له هراته د افغانستان نورو سیمو ته هم کاشۍ لیږل کېدې.