د عکسونو البوم: ۵۵ کاله مخکې تاسیس ښوونځی اوس هم خپله وداني نه لري

د کاپیسا له مرکز محمود راقي سره نږدې یو ښوونځی پر ۱۳۴۰ لمریز کال تاسیس شوی، خو زدکوونکي یې لا هم په کرايي خونو کې درس وايي.

ر
د عکس تشریح، د ښوونځي د درېو ټولګيو زدکوونکي په له یو بل سره څنګ په څنګ ناست دي.
ذ
د عکس تشریح، په پرانیستې فضا کې د زدکوونکو لپاره مناسب ځای نشته.
ذ
د عکس تشریح، ښوونکي وايي، د معیاري تولګي پر ځای په پرانیستې فضا کې د زدکړو پر مهال د زدکوونکو پام ژر له درس اوړي.
کاپ
د عکس تشریح، د کاپیسا له ۲۷۹ ښوونځیو ۱۱۰ یې ودانۍ نه لري.
ض
د عکس تشریح، حضرت امام حسن ښوونځی تر نهم ټولګي پورې دی او تر ۲۸۰ پورې زدکوونکي لري.
ش
د عکس تشریح، د افغانستان پوهنې وزارت وايي، ممکن د امام حسن ښوونځي په څېر نور ښوونځي هم وي چې لسیزې مخکې تاسیس شوي، خو لا هم خپلې ودانۍ نه لري.
ر
د عکس تشریح، مسجدي خان د امام حسن ښوونځي د تاسیس پر دویم کال دلته زدکړې پیل کړې او اوس یې سرښوونکی دی.
ر
د عکس تشریح، ښوونکي وايي، خونې یې د اداري چارو لپاره هم تنګې دي.
ر
د عکس تشریح، د امام حسن ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو ژمنه شوې، خو عملي چارې یې لا هم پیل شوې نه دي.