تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان دفاع وزارت وايي داعش ډله نژدې ختمه ده
روسيې، چين او پاکستان په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې د اغېز په اړه اندېښنه ښوولې ده.
په مسکو کې د درو واړو هېوادونو په گډه ناسته کې پر افغان امنيت هم خبرې وشوې خو د افغانستان دفاع وزارت وايي داعش یې دومره ځپلی چې اوس یې د وسله والو شمېر شاوخوا زرو کسانو ته ټيټ شوی دی.
د افغانستان په لوېدیځ کې چارواکو بي بي سي ته ویلي ولسي همغږۍ په نیمروز کې د داعش په کابو کولو کې مرسته کړې خو سید عبدالله نظامي چې د افغانستان لوېدیځ ته ورغلی وايي لا هم لويې لارې خوندي نه بلل کېږي