تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې د خورما ونو دودېدل
د افغانستان د کرنې وزارت په ځینو ولایتونو کې د خورما بڼونه جوړ کړي او وايي چې موخه يې د دغې مېوې د ونو نيالولو دودېدل دي.
یو بڼ یې په ننګرهار کې دی، هلته چارواکي وایي د اماراتو له خوا د ورکړل شویو کجورو یا خورما ونو سږ کال شل منه مېوه ورکړې ده.
دوی تمه لري له دغه بڼ نه راتلونکي کال ته دوه ټنه کجورې تر لاسه کړي.
نجما ځلا ورغلې وه او دا رپوټ یې پرې جوړ کړی.