تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار کې هغه کس نيول شوی چې له "دوو خويندو سره يې واده" کړی و
د ننګرهار پوليس وايي هغه کس چې ادعا کېږي په یوه شپه کې یې دوه خویندې ځانته په نکاح کړې وې د قومي مشرانو په مینځګړیتوب ځان پولیسو ته سپارلی دی.
ویل کېږي چې ولایت خان د خپل واده په شپه وروسته له هغه چې ويې ویل ښځه یې باکره نه ده هغه د خپل پلار کور ته واستوله او د هغې کوچنۍ ۱۳ کلنه خور یې په زوره له ځان سره بوتله.
چارواکي وايي په دې پېښه کې له ښکېلو ۱۶ کسانو نه شپږ یې نیول شوي دي.
زموږ همکاره زمزمه نیازۍ د دې پېښې د څېړنې لپاره خېوې ولسوالۍ ته تللې وه.