تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کونړ مست سیند، خو ولس یې برېښنا نه لري
د کونړ د اوبو او سيندونو ټاټوبی، خو خلک یې لا اوس هم بې برېښنا دي. يو برېښناکوټ چې کلونه وړاندې پرې کار پيل شوی لا تر اوسه نه دی بشپړ شوی.
د افغانستان ختیځ ولایت کونړ کې د هغه برېښنا کوټ جوړولو چارې لا نه دي بشپړې شوې چې ویل کېدل دريو کلونو کې به یې کار پای ته رسېږي. دغلته خلک په دې هم ناراضه دي چې ولایتي مرکز اسدباد کې پخوانی برېښنا بند دومره له کاره غورځېدلی چې اوس یوازې د والي دفتر ته بریښنا ورکوي.