اريانا سعيد: پر ټولنيزو رسنيو ښځې ډېرې ځورول کېږي

د ویډیو تشریح، اريانا سعيد له خلکو غواړي چې د هنرمندانو شخصي ژوند په اړه د خبرې کولو حق ځان ته ورنکړي.

پر ټولنیزو شبکو ډېروافغان هنرمندانو او پېژندل شويو څېرو ته منفي خبرې کېږي. په دوى کې يوه اريانا سعيد ده چې سندرې وايي.

اريانا سعيد په دې باور ده چې دغه حالت بدل شوى دى خو لا هم ځينې خلک شته چې له بدو خبرو لاس نه اخلي.

د بي بي سي د سلو ښځو د ځانگړې لړۍ لپاره ايمل پسرلي له اريانا سعيد وپوښتل چې دغه منفي خبرې يې پر کار اغېز لري که نه؟