تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کندهار انار
د افغانستان جنوب کندهار کې سوداګر نیوکه کوي چې د مناسب بازار نشتوالي له امله یې د انارو حاصلات هومره ګټور نه پرېوځي لکه دوی یې چې هيله لري. د شمېرو له مخې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ ټنه انار هند او څه باندې ۱۰ زره ټنه نور پاکستان ته صادر شو ي دي.
بزګران وايي پاکستان ته یې صادرات ګټور نه پرېوځي او افغان حکومت دې ورته بدیل بازار ومومي چې د حاصلاتو عايدات یې ورسره هم د بزګرانو او هم حکومت لپاره لوړ شي.
کندهار کې اوس د انارو موسم دی، مامون درانۍ یې هم په اړه رپوټ لري.