تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د هاکي لوبه
اتيا کاله پخوا د برلين په اولمپيک سياليو کې د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې برخه اخيستې وه. لومړۍ لوبه يې له ډنمارک سره شپږ په شپږ مساوي کړې وه خو په دويمه کې يې له کوربه جرمني څخه څلور يو بايللې وه. خو په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د هاکي خبرې چا نه وې اورېدلې. اوس په کابل کې د ملي لوبډلې لپاره هڅې روانې دي، فريد نظري يې تمرينونو ته ورغلى.