تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند کې د جګړې ولسي زيان
دا تېره اوونۍ ملګرو ملتونو ويلي وو، د سږني کال دې تېرو لسو مياشتو کې د افغانستان لروبر د تاوتريخوالي له امله له ۳۲۰ زرو زيات خلک له خپلو مېنو او کورونو بې ځايه شوي دي.
هلمند کې د بېړني روغتون چارواکي وايي یوازې ۱۵ ورځو کې ۲۶۰ ټپیان د درملنې لپاره وروړل شوي، په داسې حال کې چې یوه وخت کې یوازې ۶۰ ټپیان بسترولی شي.
بي بي سي هلمند کې د بېړني روغتون ځانګړي انځورونه تر لاسه کړي- په دې رپوټ کې اولیا اطرافي د هلمند د جګړې ولسي زیان ته کتنه کړې.