کندهار کې د هغه جومات چارې لا هم بشپړې شوې نه دي چې نژدې دوه لسيزې مخته پرې کار پيل شوى و

د ویډیو تشریح، کندهار جومات

د افغانستان په دويم لوى ښار کندهار کې د هغه جومات چارې لا هم بشپړې شوې نه دي چې نژدې دوه لسيزې مخته پرې کار پيل شوى و.

په دې جومات باندې اتلس ميليونه ډالر لگېدلي خو ځايي خلک وايي د جومات لپاره بېلې شوې پيسې شايد ټولې دغلته نه وي لگېدلي. سيد عبدالله نظامي يې ليدو ته ورغلى دى