کندهار کې عصري روغتون جوړیږي

د ویډیو تشریح، کندهار کې نوی مجهز روغتون

د روغتيايي وسايلو او روغتونونو نشتوالی د افغانستان لپاره يوه لويه ننګونه ده.

ډېر افغانان چې وس لري د درملنې لپاره ګاونډيو او نورو هېواىونو ته ځي.کندهار کې بيا یو سوداګر د داسې روغتون جوړولو ته ملا تړلې چې شل میلیونه ډالر به پرې لګوي او بهرني ډاکټران او پرمختللي وسایل به لري.

دغه سوداګر لا له وړاندې یو روغتون جوړ کړی چې ګڼ خلک یې نورو هیوادونو ته له تګه ور ګرځولي.

خونوی روغتون به نورې ګڼې اسانتیاوې هم ولري. د کندرهار په اړه د ځانګړو راپورنو لړۍ کې نن د دغه ولایت د روغتيا او روغتيا پالنې چارو ته كتنه كوو.