ډاکټر تېتسو ناکامورا؛ د افغانانو خواخوږی خدمتګار
تېڅو ناکامورا څلور کاله مخکې همدا ورځ جلال آباد کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
يو داسې کس، چې خپل ژوند یې د افغانستان په تېره بيا ننګرهار ولايت کې د خير ښېګڼې کارونو ته ځانګړی کړی و.
ناکامورا په ۱۹۸۴ کال کې له خپلې ښځې او ماشومې لور سره پېښور ته تللی و او له هماغه وخته يې د درملنې چارې پيل کړې وې.