"خپل وطن ته په خوښۍ ځو خو تر ډيورنډ هاخوا سلګونه کورنۍ ایسارې پاتې دي"

د ویډیو تشریح، "خپل وطن ته په خوښۍ ځو خو تر ډيورنډ هاخوا سلګونه کورنۍ ایسارې پاتې دي"

په داسې حال کې چې له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو لپاره "ناقانونه افغان کډوالو" ته ټاکل شوی ضرب الاجل پرون پوره شوی، ځینې راستنېدونکي وايي چې سلګونه کورنۍ تر ډيورنډ کرښې هاغاړه ایسارې پاتې دي. دوی همدا راز شکایت کوي چې تر کرښې دې غاړې ته را اوښتي کډوال د ژوند ځينو لومړنیو اسانتیاو ته هم لاس‌رسی نه لري او له دواړو حکومتونو غواړي چې ستونزې یې حل کړي.