افغان کډوال: د ستنېدو بهیر له کړاوه ډکه او "حکومتونو هېڅ اساني نه ده رامنځته کړې"

د ویډیو تشریح، افغان کډوال: د ستنېدو بهیر له کړاوه ډکه او "حکومتونو هېڅ اساني نه ده رامنځ‌ ته کړې"

له پاکستانه افغانستان ته ځینې ستنېدونکي کډوال نیوکه کوي چې د راتګ پر مهال اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپل څاروي او د کور ځینې توکي ورسره یوسي. دوی د دواړو هېوادونو له واکمنانو ګیله‌من دي چې ګواکې د ستنېدو بهیر یې له کړاوه ډک دی او هېڅ راز اسانتیا نه ده ورته برابره کړای شوې. په داسې حال کې چې دواړو حکومتونو په دې برخه کې د اسان‌چارۍ ټټر ډبولی دی.

افغانستان ته یوه ستنېدونکې کډواله صبرګله وايي: