د جرمني یوه ژوبڼ کې د سوماترايي پړانګانو نادره بچي
د سوماترايي پړانګانو نسل د لمنځه تللو یا انقراض له جدي خطر سره مخامخ دی. اوس د دغو پړانګانو دوه بچي چې په تېر جون کې زېږېدلي په لومړي ځل د جرمني یوه ژوبڼ کې د خلکو نندارې ته وړاندې شوي.
سوماترايي پړانګان یوازې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې موندل کېږي او دا نوم هم پرې له هماغه ځای اېښودل شوی.