د پاکستان په ازاد مارکېټ کې د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ روپیو بیه ۲۹۳ ته لوېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستاني اسعارو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د لوړېدو په بهیر کې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د روپیو ارزښت کم شوی دی.
دا مهال په بانکي معاملو کې یو ډالر د ۲۸۷.۷۵ روپیو سره بدلېږي. خو په ازاد بازار کې بیا دا بیه نوره هم لوېدلې او د يو ډالر د ٢٩٣ روپیو سره بدلېده.
د اسعارو پلورونکو په وینا د ډالر د ارزښت د لوړېدو لامل د وارداتو لپاره ډالرو ته د غوښتنې ډېروالی دی.
بله خوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د عمران خان په حکومت سختې نيوکې کړې او او ویلي یې دی، پخواني حکومت د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره تړون وکړ، بیا یې سرغړونه وکړه او هېواد يې له اقتصادي بحران کې ښکېل کړ، خو اوس د بې ثباتۍ کومه نښه نه ښکاري.
هغه دغه راز ویلي د ای اېم اېف شرطونو پوره کولو لپاره د هغو کسانو لپاره د برېښنا بیې لوړې شوې چې ډېره برېښنا مصرفوي، خو هغوی چې تر ۲۰۰ یونټه برېښنا لګوي په بیو کې یې لوړوالی نه دی راغلی.
د جولای میاشتې په لومړیو کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا (ای اېم اېف) اجرايیوي پلاوي پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو 'سټېند بای ارینجمنټ ' هوکړه تایید کړه.
ویل شوي وو ای اېم اېف به د دې هوکړې له مخې، پاکستان ته سملاسي یو اعشاریه دوه میلیارده ډالره ورکړي او پاتې نورې پیسې به له بیا کتنې وروسته، دوو راتلونکو درې میاشتنیو قسطونو په بڼه پاکستان ته وسپاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پیسو نړیوال صندوق ویلي وو، له پاکستان سره دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د نړیوالو شرایطو، ویجاړوونکو سېلابونو او په پالیسیو کې د ګډوډۍ له کبله د پاکستان کورنی او بهرنی سوداګریز زیان ډېر شوی، د اړتیاوړ توکو بیې لوړې شوې او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مالي کال په ترڅ کې د دې هېواد اسعارو زېرمې کمې شوې دي.
بل لور په همدې میاشت کې سعودي عربستان له پاکستان سره د دوه میلیاردو ډالرو مرسته اعلان کړه چې ورسره د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم یو څه لوړ شو.
د جولای میاشتې په پیل کې د پیسو نړیوال صندوق له خوا پاکستان سره د مرستې تر اعلان وروسته د یوه ډالر بیه تر ۲۷۱ روپیو ته راټیټه شوې وه او په بانکې معاملو کې ۲۷۵ روپۍ وه.
د ۲۰۲۳ کال مۍ میاشت کې د ډالرو بیه ۲۹۸.۹۳ ته لوړه شوې وه.










