ترکیه: رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

اردوغان

د عکس سرچینه، TURKISH PRESIDENCY

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړۍ مېرمنې ایمن اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

د اردوغان د لوړې په مراسمو کې چې نن (شنبه) ترسره شول، د نژدې اتیا هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې د رایو اکثریت نه پوره کېدو له امله دویم پړاو ته ولاړې.‌

په دویم پړاو ته ولاړې او په دویم پړاو کې، ښاغلي اردوغان د ۵۲ اعشاریه ۱۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ترکیې د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي اردوغان د لوړې په مراسمو کې وویل "د تركيې پېړۍ پېل شوې او د تركيې د عروج دروازې پرانيستل شوې دی. موږ به له خپلې نوې کابینې سره یوځای د 'ترکیې پیړۍ' اوبدلو ته دوام ورکړو. موږ هوډ لرو چې د اتاترک شعار عملي کړو، چې په کور کې سوله، په نړۍ کې سوله ده."

رجب طیب اردوغان له تېرو شلو کلونو راهیسې د ترکیې ولسمشر پاتې شوی. چې د ځینو په اند په ترکیه کې د بیو لوړوالی او د ژوندانه لګښتونه هم ورسره لوړ شوي دي.

خو بل پلو ویل کېږي چې اردوغان ترکیه د پرمختګ یوه نوي لوري ته رهي کړه.

اردوغان

د عکس سرچینه، Getty Images

په لومړي پړاو کې د رایه اچولو کچه ۸۸٫۸ سلنه ښودل شوې وه او اردوغان پکې له کیلیچدار اوغلو نژدې ۲٫۵ میلیون رایې مخکې و.‌

د ترکیې په معاصر تاریخ کې دا تر ټولو مهمې ټاکنې بلل کېدې، ځکه د ترکيې خلکو یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره ولسمشر شي.

د اردوغان اصلي سيال کمال قليچدار اوغلو ویلي وو که په ټاکنو کې بریالی شي، د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا وروسته به ولسمشر ته ډېری ورکړل شوي واکونه بېرته واخلي.

ښاغلی قليچدار اوغلو د يوه پراخ اپوزيسیون ائتلاف مشري کوله خو د اردوغان پر وړاندې یې ماته ومنله.