د تګزاس چارواکي: امریکايي‌ وګړي دې مکسیکو ته د رخصتیو لپاره نه ځي

Troops stand guard at the morgue where the Americans' bodies were taken

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا په تګزاس کې چارواکو امریکايي وګړو ته سپارښتنه کړې، چې د امنیتي دلایلو له مخې دې د پسرلي په رخصتیو کې مکسیکو ته سفر نه کوي.

د تګزاس د عامه خوندیتوب ادارې (ډي پي اېس) ویلي،‌ د نشه یی توکو د کارتل(کارخونو) تاوتریخوالی د هر هغه چا لپاره پام وړ ګواښوونکی دی چې مکسیکو ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ څلور امریکایي وګړي له پولي هاخوا تښتول شوي وو.

له دغو نیول شویو امریکايي‌ وګړو دوه یې ووژل شول او دوه نور یې بېرته خوشې کړل شوي دي.

د رپوټونو له مخې، درې امریکايۍ ښځې هم چې د مکسیکو یو بازار ته د جامو بازار ته تللې وې له دوو اوونیو راهیسې ورکې دي.

د ټګزاس د عامه خوندیتوب ادارې رییس ستیون مک کراو ویلي: "د نشه یي توکو د کارټل تاوتریخوالی او نور جرمي فعالیتونه د هر هغه چا لپاره پام وړ ګواښ دی چې مګزیګو ته راځي."

نوموړي زیاته کړې: "د کارټل د بې ثباته فعالیت او هغه تاتریخوالي له امله چې مونږ یې هلته ګورو، خلکو ته سپارښتنه کوو چې په دغه وخت کې مګزیکو ته له سفر کولو ډډه وکړي."

روانه میاشت دوه امریکايي وګړي داسې حال کې د کارټل له خوا وتښتول شول چې د مکسیکو د ماتاموروس له ښاره یې لیدنه کوله. چې دوه یې بیا ووژل شول.

په دغو ډزو کې یو مګزیکويي وګړی هم وژل شوی دی.

Troops stand guard at the morgue where the Americans' bodies were taken

د عکس سرچینه، Reuters

کارتل چې د یادې پېښې مسوول و، بښنه وغوښته او خپل وسله وال یې پولیسو ته وسپارل او په یوه لیک یې لیکلي و چې : "دې کسانو د خپلو پرېکړو او بې ډسبلینۍ له مخې دا کار کړی او د بې ګناه خلکو د خوندیتوب برخه کې یې د کارتل قوانین مات کړي دي."

دا لیک د "سکارپینز ډلې" له خوا هم لاسلیک شوی چې د خلیج د ځواکمن کارټل یوه جلا شوې ډله ده.

د مکسیکو چارواکي په دې باور دي، چې د دې ډلې غړو امریکايي وګړي له خپلو سیالانو سره غلط کړي او کله چې دوی د تېښتې هڅه کړې ډزې یې پرې کړي دي.

دا پېښه د امریکا او مګزیکو دواړو هېوادونو اړیکې ګواښي.

یو جمهوري غوښتونکي سناتور د ولسمشر بایډن له دارې وغوښتل چې له کارتلونو سره د مبارزې لپاره د پولې په اوږدو کې د امریکايي سرتېرو ځای پر ځای کولو ته اجازه ورکړي.

د مکسیکو ولسشمر اندرېس مانویل لوپز اوبرادور دا وړاندیزونه "ګستاخوونکي" بللي دي.

ورته وخت کې امریکايي‌ چارواکي وايي، دوه خویندې چې د تګزار اوسیدونکې وې له خپل یوه ملګري سره تېره میاشت مګزیکو ته تللي وو او د جامو بازرا ته پر لار دغه هېواد کې ورک شوي دي.

د دغو ښځو له ډلې د یوې خاوند د ټګزاس پولیسو ته د دوی د ورکېدو رپوټ ورکړی، خو لا یې په تړاو مالومات نه دي شوي.