پر اوکرایین له یرغل وروسته ډېر روسان اوس د ناامنۍ احساس کوي
د بريتانيا دفاع وزارت وايي، له هغه راهيسې چې مسکو نژدې يوه کال مخکې پر اوکرايين خپل بشپړ يرغل پيل کړی، دا تېرې دوې اوونۍ يې تر ټولو ډېره مرګژوبله ګاللې ده.
د بريتانيا دفاع استخباراتو څانګې دا ارزونه، د اوکرايين پوځ افسرانو له خوا پر معلوماتو ولاړه ده، او دا يادونه يې هم کړې، چې اوکرايين هم پرله پسې ګڼ شمېر ځواکونه بايللي دي.
يو سپيناوی چې ولاديمير پوتين، يې پر اوکرايين د خپل يرغل لپاره کوي، د روسيې ساتنې اړتيا يادوي، چې دی يې داوه کوي، ګنې ملي امنيت یې ګواښ سره مخامخ و.
واقعيت کې هغه څه چې دی یې ځانګړي پوځي عمليات بولي، ډېر روسان يې له امله اوس د ناامنۍ احساس کوي.
تېرو څو مياشتو کې د روسيې دننه ښه وړاندې پر پوځي اډو ډرون بريدونه شوي، داسې حال کې چې له اوکرايين سره پر پوله د روسيې پر ځينو سيمې پرله پسې تر توپچي ګوزارونه هم کېږي.