'چېرته یئ؟' د ترکیې زلزله کې تر ویجاړیو لاندې د ایسارو شویو کسانو له کړاو ډک لټون

ترکیه کې د تېرې دوشنبې له ۷ اعشاریه ۸ درجې زلزلې څو ساعته وروسته یوه بله زوروره زلزله هم شوه.

دا زلزله د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه ۵ درجې وه او مرکز یې د دغه هېواد سوېل کې د قهرمان‌مرعش ولایت البستان ولسوالۍ وه.

پر دغه ناورین څو ورځې اوړي، خو دغلته ځینې کورنۍ لا هم په سړه هوا او خورا سختو شرایطو کې په خپلو عزیزانو پسې ګرځي.