سوریه کې د زلزله ځپلو حال

په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې ځپلو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي. تازه شمېرې ښيي چې تر ۲۳ زرو ډېر کسان مړه شوي او ډېر ژوندي پاتې بې کوره شوي خواړه او اوبه نلري.

د ملګرو ملتونو مشر خبرداری ورکړی چې "زموږ د سترګو په مخ کې یو ناورین روان دی" چې سړه هوا یې لا بدتروي.

تر ډېره اندېښه په سوریه کې خلکو لپاره ده.

دغلته اوږدې کورنۍ جګړې هېواد ویجاړ کړی. سیمې ته د مرستې رسول ګران دي.