هند کې د میانمار جګړه ځپلو حال
میانمار اوس د کورنۍ جګړې په حالت کې دی.
د ملکي ملېشو یوه شبکه د ډیموکراسۍ د بیا پر ځای کولو لپاره جګړه کوي او پوځ چې تېر کال یې په کودتا کې واک ترلاسه کړ د پاڅون ځپلو لپاره له وحشیانه تکتیکونو کار اخلي.
ورسره په ګاونډ کې د هند مېزورام ايالت اوس د میانمار جګړه ځپلو لپاره په یوه پنا ځای بدل شوی دی.
دا هغه ځای دی چې ټپي شوي، ډیموکراسۍ پلوه وسله وال پکې دي او درمنله یې کېږي.
هند غواړي له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وساتي خو اوس په یوه ستونزمن حالت کې را ګېر دی.
څنګه یې د عامر پیزاده په دغه رپوټ کې ګورو چې له مېزورام یې را لېږلی دی: