د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره مرکه

د ویډیو تشریح، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره مرکه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي دغه هېواد کې د تاوتريخوالي درولو په اړه يو تت او د نهيلۍ انځور ورکړی دی. ټوماس نېکلاسن اندېښنه وښوده، چې جګړه او د دغه هېواد ژورېدونکی بشري کړکېچ اوس داسې ښکاري چې لا په ناوړه کېدو دی. ده دا خبرې د بي بي سي مشرې نړیوالې خبریالې ليز دوسېت سره کولې.