تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوحه کې د سولې خبرو کې پرمختګ
دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچی پلاوی وايي، نن او پرون يې د سولې خبرو د اجنډا په سر له مقابل لوري سره مشورې کړې، خو لا هم سره نه دي سلا شوې چې د خبرو پيل څنګه وکړي. پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم هيله ښوولې چې دواړه خواوې د اجنډا په سر ژر هوکړه وکړي. طالبانو بیا ویلي چې مشران يې له خلیلزاد سره ليدو کتو کې د پاتې طالب بندیانو پر خلاصون او له تور نوملړه يې د مشرانو نومونو د لرې کولو په اړه غږېدلي دي. صابر عزیز نور جزیات راکوي