د سمنګان ملي امنیت پر ودانۍ موټربم برید

د ویډیو تشریح، د سمنګان ملي امنیت پر ودانۍ موټربم برید شوی، نښته روانه ده

د سمنګان چارواکي وايي، ایبک ښار کې ملي امنیت او ښاروالۍ ته څېرمه لومړی موټبم برید شوی او بیا وسله وال د ملي امنیت ودانۍ ته ننوتي. د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، تر اوسه د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۴۰ ټپیان وړل شوي.