د نړۍ ګڼو هېوادونو کې کارګر خواړه نلري
د نړۍ نيمو کارګرو ښايي د کورونا ويروس له امله د ژوند لارې چارې او وسيلې بايللي وي، همدا د کار نړيوال سازمان خبرداری دی. تر ټولو بد اغېز پر نارسمي کارګرو شوی دی. خو دا ۱،۶ ميليارډ وګړي څوک دي؟ بي بي سي څلورو بېلو هېوادونو کې داسې خلکو سره خبرې کړې، چې پخوا یې په ورځنيو مزدوريو ژوند کاوه، خو د ښاربنديز له پيله دوی، آن د مړۍ خوراک موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دي.