کورونا ویروس: څرنګه د ناسمو معلوماتو مخنیوی کولی شو؟

- Author, فلورا کارمیچیایل او ماریانا سپرینګ
- دنده, بي بي سي ټرنډنګ
د کورونا ویروس په هکله پر انټرنېټ د ناسمو او ناکره معلوماتو یو سیلاب خپور شوی او ماهرین پرلپسې د (شفافو - چاڼ شویو معلوماتو) خپرولو غوښتنې کوي. نو په داسې حالت کې څه کولای شو چې د ناسمو معلوماتو خپرېدو مخه ونیسو؟
ماهرین وایي چې د دې کار لپاره باید هر کس لاندې مهمو ټکو ته پام وکړي
لومړی: تم شئ او فکر وکړئ
تاسې غواړئ خپل، خپلوان او دوستان مو خوندي پاتې شي او ښايي د برېښنالیک، فېسبوک، ټویټر، واټس اپ له لارې تر لاسه شوي معلومات ژر تر ژره هغوی ته ورسوئ، خو کار پوهان بیا وايي، د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوي لپاره لومړۍ مهمه چاره دا ده چې نورو ته د معلوماتو له استولو مخکې پرې غور وکړئ او که لږ هم زړه نا زړه یاست، صبر وکړئ او لا نور معلومات ترلاسه کړئ.
دویم: د معلوماتو پر سرچینې مو فکر وکړئ
نورو ته د معلوماتو له استولو مخکې د ځینو مهمو پوښتنو پر ځوابولو غور وکړئ، چې دغه معلومات له کومه ځایه ترلاسه شوي دي. باید یاد وساتو چې که دغه ډول معلوماتو (د ملګري له ملګري) یا (د تره له همکارانو) تر لاسه شوي وي، نو پوه شه چې کره والي ته هیڅ دلیل نه لري.
موږ دا وروستیو کې د داسې یوه ناسم خواله رسنۍ پیغام په هکله معلومات راټول کړل چې یوه کس د (خپل لیسانسه ) تره له خولې خپور کړی و. ځینې خبرې یې سمې وې. د بېلګې په توګه دا چې د ویروس مخنیوي لپاره باید لاس ووینځل شي، خو ځینې نور معلومات یې بیا خورا مضر وو، مثلاً د ناروغۍ د تشخیص په هکله یې داسې ادعاوې کولې چې هیڅ تایید او معقولیت نه لري.
په برتانیا کې د واقعیت موندنې او څېړنې د یوه سازمان (فول پکټ) کلایر میلني وايي:
"د معلوماتو موندلو لپاره تر ټولو باوري سرچینې بیا هم د عامې روغتیا اړوند ادارې دي، لکه په (افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت) په برتانیا کې د عامې روغتیا اداره (این ایچ اس) یا په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي اداره "
که څه هم کارپوهان هم بې تېروتنې نه شي کېدای، خو په واټس اپ کې د یوه نامعلوم کس د لېرې خپلوان پرتله دوی د ډېر باور وړ دي.

درېیم: ایا جعلي هم کېدای شي؟
دا احتمال هم شته، چې له یو شمېر رسمي پاڼو اخیستل شوي سکرین شاټونه داسې جعل شي چې غولوونکې بڼه ورکړل شي، اصلي معلوم شي او په دې کې د بېلګې په توګه د بي بي سي په څېر خبرې پاڼو، حکومتي اعلامیو یا مثلاً د چارواکو د ټولنیزو رسنیو حسابونو تزویر او بدل شوي سکرین شاټونه هم کېدای شي تر سترګو شي. باید هڅه وشي معلومه کړو چې پاڼه یا د خواله رسنۍ حساب رسمیت ولري او که په اسانۍ سره یې رسمیت نه پېژندل کېږي، کېدای شي فریب او دهوکه وي. دغه راز که کوم پیغام یا ویډیو ګډوډ ښکاري، ښايي غولوونکی وي.
د فول فکټ کلایر میلني وايي، غټ توري او بې انډوله فونټ داسې څه دي چې واقعیت لټوونکي یې د ناسمو معلوماتو لپاره یوه احتمالي اشاره بولي.
څلورم: که د یو څه د رښتینولۍ په هکله زړه نا زړه یاست، مه یې شریکوئ
داسې هیڅ ډول معلومات له نورو سره مه شریکوئ، چې یوازې ګومان کوئ کېدای شي کره به وي، کېدای شي دغسې چاره مو د خیر پر ځای شر ته زمینه برابره کړي. معمولاً موږ داسې ځایونو کې معلومات خپروو چې پوهېږو ډاکټران یا کارپوهان پکې دي، دا کېدای شي سمه وي، خو لومړی باید د خپلو معلوماتو په هکله هیڅ شک او شبه و نه لرو. په دې هم باید خبر واوسو چې له یوه تصویر یا لیکنې ناسمه انګېرنه هم اخیستل کېدای شي.
پنځم: هر څه باید وارزول شي
پر واټس اپ یو غږیز پیغام لاس پر لاس کېږي چې پکې یوه ښځه ادعا کوي چې د ( یوه همکار د هغه ملګري) د خبرو ژباړه کوي چې په یوه روغتون کې دنده لري. دغه غږیز پیغام د نړۍ په لر او بر کې لسګونو کسانو بي بي سي ته هم استولی دی. خو دغه پیغام د سمو او ناسمو معلوماتو یوه ګډوله ده. کله چې د سلا مشورو یو اوږد لیست استول کېږي، ځکه پرې ښايي باور وشي، چې د بېلګې په توګه د (لاسونو وینځلو) په څېر ځینې خبرې پکې رښتیا وي، خو تل داسې نه کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شپږم. د احساساتي پوستونو په هکله خبردار اوسئ
هغه پیغامونوه چې زموږ ډار، غوسه، اضطراب یا خوښي راپاروي، لامل کېږي چې ډېر لاس پر لاس کېدای شي. د فرسټ ډرافټ نومي سازمان چې له خبریالانو سره د ناسمو معلوماتو خپرېدو مخنیوي برخه کې کار کوي، کلایر وارډلي وايي، ډار د ځنګله د اور په څېر د ناسمو معلوماتو خپرېدو یو لوی لامل دی.)
سملاسي د لاس په کار کېدو غوښتنې د اضطراب پارولو لپاره طرح کېږي، ځکه نو باید پام وکړو.
اغلې وارډلي زیاتوي:
"خلک د خپلو خپلوانو او دوستانو خوندي پاتې کېدل غواړي، ځکه نو دوی د ویروس مخنیوي لارو چارو یا د روغتیا لپاره اړینو موادو) په هکله د یو څه له لیدو وروسته سملاسي هڅه کوي داسې څه وکړي چې له وسه یې کېږي "
اووم: د تبعیض په هکله فکر وکړئ
ایا داسې څه له نورو سره شریکوئ چې پر رښتینولۍ یې باوري یاست او که یوازې ورسره موافق یاست؟
په ډیموس فکر مرکز کې د خواله رسنیو شننې سر څېړونکی کارل میلر وايي، موږ ښايي داسې ډېر پیغامونه له نورو سره شریک کړو، چې زموږ د خپلو شته باورونو تایید وکړي. دی وايي، ((کله چې موږ له غوسې ډک سر ښوروو چې تر هر څه ډېر زیان موږ ته رسېدای شي، همدا وخت دی چې باید خپل انلاین فعالیتونه د بل هر وخت پرتله زیات سوکه کړو.))









