تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کډوال او د ګاونډيانو سياسي ګټې
تېرو نژدې څلورو لسيزو کې افغانستان کې د جګړو له امله سلګونه زره افغانان بهر ته کډوالۍ ته اړ شوي دي. ډېر يې ګاونډيو پاکستان او ايران ته کډه شوي وو، چې بېلابېلو وختونو کې يې شمېر دواړو هېوادو کې ۵ ميليونو ته رسېده.
خو ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو شته والی ځينې وخت د کابل لپاره يو لوی سرخوږی دی، چې په وار وار يې اسلام اباد ته له کډوالو د فشار او هم د ناوړه سياسي ګټو اخيستو ګوته نيولې، داسې حال کې چې ايران ته بيا د دې ګوته نيول کېږي چې پخوا يې د عراق سره جګړه کې او اوس بيا سوريه کې کورنۍ جګړې ته افغان کډوال لېږلي دي.