تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو بمباري
د کندز په دشت ارچې کې د هوايي ځواکونو له بمباریو یوه ورځ وروسته لا هم د وژل شویو په اړه شمېرې څرگندې نه دي. افغان چارواکو او ملگرو ملتونو ويلي دوى به پلټنه کوي. د کندز والي بي بي سي ته وویل چې ٣٥ طالبان په دغه برید کې وژل شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پنځو ملکي وګړو وژنه هم تاييدوي. خو طالبان وايي برید پر عامو خلکو شوی او وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.