د جرمني ټاکنې
داسې تمه کېږي چې په جرمني کې به د سبا یکشنبې په ټاکنو کې اوسنۍ لومړی وزیره اېنګلا میرکل د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټي. خو یوه خبره چې کېدای شي اوسنی سیاسي جوړښت ولړزوي هغه د یو ملتپال ښې اړخې ګوند اټکل شوی بری دی چې د جرمني پارلمان ته به د لومړي ځل لپاره لار ومومي. دا به لومړی توند لاری ښي اړخی ګوند وي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په پارلمان کې څوکۍ تر لاسه کوي.