د کندوز جګړه
بې پولو ډاکټرانو د شنبې په ورځ د افغانستان په شمالختیځ کندوز ولایت کې یو ځل بیا کوچنی روغتیايي مرکز پرانیست.
بې پولې ډاکټرانو په ۲۰۱۵ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا د دوی پر روغتون تر بمبار وروسته په کندوز کې خپل فعالیتونه په ټپه درولي وو.
د امریکا د هوايي ځواکونو له خوا د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د بمبار په پېښه کې د ناروغانو د او د روغتون د کا رکوونکو په ګډون ۴۲ کسان وژل شوي وو.