تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشعل: نه غواړو کرېکټ د نورو مسلو ښکار شي
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر کابل کې خبري غونډې ته وویل، د کریکټ نړیوالې شورا له پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو سره د افغان لوبډلې لوبې د افغانستان په ګټه دي.
نوموړي وویل، لوبه به دوام کوي ځکه چې دا د افغانستان په خیر ده.
شکرالله عاطف مشعل، وویل، "له ټولو افغانانو غواړي، چې سپورت ته د لوبو په سترګه وګوري، نن د دنیا پوره غړیتوب هېواد په لېوالتیا غواړي له افغانستان سره لوبه وکړي. موږ خپلې دروازې په لوبو کې د چا پرمخ نه تړو."