د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته ورسېد
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او ورسره کاروان یې کابل ښار ته رسېدلی او په څو شېبو کې به خپل استوګنځي ته ورسېږي.
د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید بي بي سي ته وویل، ښاغلی حکمتیار به نن په دارالامان سیمه کې د اسلامي حزب له ټولو مشرانو او پلویانو سره وګوري.