تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لندن جوماتونه
يوه اوونۍ مخکې د لندن لروبر لسګونو جوماتونو د ليدونکو پر وړاندې خپلې دروازې پرانيستې وې. د نامسلمانو خلکو هرکلی يې هم کاوه، چې د چايو مېلمستيا کې د اسلام او مسلمانانو په اړه خپلې پوښتنې وړاندې کړي. زما جومات ته راشه، د دې ورځې فعاليت په داسې وخت کې پالل کېده، چې یوه اوونۍ مخکې ترې په کاناډا کې پر يوه جومات بريد کې شپږ مسلمانان ووژل شول.