د کوټې ځانګړې خواړه، روش او کډي کباب

د ویډیو تشریح، کوټه کې ځانګړي خواړه لکه روش او کډي کباب څنګه جوړېږي

په کوټه کې د پښتنو له روش او کډي کباب سره سره د بلوڅو سجي خوراک مشهوره دي.

د دغه ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې د روش او کډي کباب خوراک زیات دی، خو په بلوڅ مېشتو سیمو کې يې بیا د سجي خوراک مشهوره دی.

یاد درې واړه خوراکو له غوښو جوړېږي.

خدای نور ناصر د کوټې اوونۍ په لړ کې نن راته د دغه ښار پر خوراکونو رپوټ راکوي.