تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا سفارت تل ابيب که بيت المقدس کې
ډونلډ ټرمپ اسرائيلو کې له تل ابيبه بيت المقدس ته د امريکا سفارت لېږدولو پر سر خبرې پيل کړې، اسرائيلو یې هرکلی، خو فلسطينيانو يې بيا کلک مخالفت کړی.
له اوږدمهاله تګلارې په اوښتون کې سپينې ماڼۍ په اسرائيلو کې له تل ابيبه بيت المقدس ته د خپل سفارت د لېږدولو په اړه خبرې پيل کړې دي. اسرائيل ټول بيت المقدس خپله پلازمېنه ګڼي، په داسې حال کې چې فلسطينيان بيا غواړي ختيځ بيت المقدس دې د دوی د راتلونکي دولت پلازمېنه وي. مخکې اسرائيلو په نيول شوي ختيځ بيت المقدس کې د مېشتو يهودانو لپاره د ۵۶۰ کورونو پر جوړولو سلا کړې وه.